په مقدونيه کې د ۲۰۰۱ کال ياغيتوب
په مقدونيه کې ۲۰۰۱ ز کال ياغيتوب يوه وسله واله نښته وه. دا نښته هغه مهال پيل شوه، چې د البانيا ملي خپلواکي غوښتونکي فوځ توکميزې وسله والې ډلې چې د کوسوو د جګړې له پخوانيو فوځيانو څخه جوړ شوې وه او په پريسيوو ((Presevo دره کې بغاوت د ۲۰۰۱ ز کال د فبروري په پيل کې د مقدونیه پر امنيتي ځواکونو باندې بريد وکړ او د همدې کال د اګسټ پر ۱۳ مه نېټه د “Ohrid” په تړون يا هوکړې سره پای ته ورسېد. داسې ادعاوې هم وې، چې ياد خپلواکي غوښتونکي فوځ له هېواد څخه د البانيا د زياتره سيمو د بېلولو هيله درلوده، که څه هم د ډلې لوړ پوړو چارواکو دا خبره رد کړې ده. نښتې د کال په اوږدو کې دوام وکړ، که څه هم په ټوله کې زيانونه په دواړو اړخونو کې لسګونو تنو پورې ټاکلي يا محدود پاتې شول. په دې سره د يوګوسلاويا جګړې مقدونيه (اوسنۍ شمالي مقدونيه) ته رسېدلې وې. د مقدونيه سوسياليست جمهوريت (Socialist Republic of Macedonia) په ۱۹۹۱ ز کال کې له يوګوسلاويا څخه يوه سوله ييزه خپلواکي تر لاسه کړې ده. [۱]
شاليد
[سمول]کله يې چې د ۱۹۹۱ ز کال د سپټمبر پر ۸ مه نېټه له يوګوسلاويا څخه خپله خپلواکي اعلان کړه، مقدونيه د يوګوسلاويا يوازينی پخوانی جمهوريت و، چې له اتحاديې يا فدراسيون څخه په ناخونړي (سوله ايز) ډول بېلېدلو باندې بريالۍ شوه. د همدې له امله په پخوانۍ يوګوسلاويا کې له ځلاندو يا ځېرکو سيمو څخه ګڼل کېده. [۲]
که څه هم مقدونيه د يوګوسلاويا د يوې تر ټولو بې وسه سيمې په توګه ورڅخه بېله شوه، مګر په ديموکراتيک ډول د پرله پسې ټاکل شويو حکومتونو له لورې زغمل شوې ټولنيزې اقتصادي مداخلو په هېواد کې د اقتصادي انځور پرمختګ اداره کړ. د کړکېچ د نړيوالې ډلې (Interenational Crisis Group) د معلوماتو له مخې په ۱۹۹۹ ز کال کې نږدې ٪۳ وده وه. د ۲۰۰۰ ز کال کال دويمه نيمايي هم د ثابتې ودې شاهد وه، چې د همدې کال د ناخالص کورني محصول د ٪۵ زیاتوالي لامل شوه. د ۲۰۰۱ ز کال په جنوري کې حکومت د دويم کال لپاره په رديف کې اضافي بوديجه اټکل کړه. په ۲۰۰۰ ز کال کال کې د هېواد راپورته کېدونکي منځني پوړ د نويو موټرانو پېر، د ودانيو پراختياوې او له هېواده د باندې د اوړي رخصتيو لپاره پلان جوړونې پيل کړې. [۳]
که څه هم د مقدونيه توکميز ډېره کي او د البانيا توکميز پراخه لږه کي په ۱۹۹۱ ز کال کې د هېواد د خپلواکۍ له اعلان څخه مخکې او وروسته دواړو وختونو کې په سختۍ سره ګډ اوسېدلي دي، مګر اړيکې يې په عمومي ډول سوله ييزې وې. د مقدونيه پرله پسې حکومتونو د البانيا ډلې د يووالي د ملګرو په توګه رانغاړلي او د سياسي خبرو اترو له لارې بېلابېلې ستونزې حل شوې وې. حالت د ۲۰۰۱ ز کال تر پيل پورې لږ يا ډېر خوښ برېښېده. که څه هم د پېښو اصلي لامل د مقدونيه د حکومتونو له لورې په هېواد کې د الباني ژبې او الباني توغ يا بيرغ د کارونې مخنيوی و. په ۱۹۹۷ ز کال کې د اساسي قانون محکمې (Constitutional Court) د البانيايي بېرغ کارونې مخنیوی وکړ، چې د لاريونونو لامل شو. [۴][۵]
مقدونيه کې د البانيا غوښتنې
[سمول]د ۱۹۹۴ ز کال د سرشمېرنې له مخې د مقدونيه جمهوريت کې ۴۴۲۹۱۴ تنه البانيايان وو، چې د هېواد د ټولو وګړو (۱۹۳۶۸۷۷) نږدې ٪۲۲،۹ يې جوړوله. البانيايان د يادې سلنې له مخې د مقدونيه د ۱۲۸۸۳۳۰ (۶۶،۵ سلنه) ډېره کيو تر څنګ د توکم له مخې تر ټولو ستر لږه کي شول. په ۲۰۰۱ ز کال کې د مقدونيه البانيانو زياتره د هېواد په لويديځه برخه کې له البانيا سره د نړېوالې پولې پر لور، په سره راټول يا نغښتو استوګنځايونو کې ژوند وکړ. دوی د سربيا له يوګوسلاويا ولايت سره د پولې پر لور د هېواد په شمال لويديځه برخه او هغه وخت د ملګرو ملتونو له لورې د اداره کېدونکې کوسوو او همدارنګه د مقدونيه په پلازمېنه سکوپجي “Skopje” او “Kumanovo” ښار کې هم واوسېدل. البانيايانو د مقدونيه په “Tetovo”، “Gostivar” او “Debar” ښارګوټو کې د توکم له مخې ډېره کي وګړي وو. [۶]
د مقدونيه جمهوريت له خپلواکۍ راهيسې پر خپلو کورنيو چارو باندې د تمرکز کولو هڅه کوي. د ديموکراسۍ وده او د توکمونو تر منځ همغاړې اړيکې د نوي دولت د اصلي موخې په توګه مشخص شوې ده. په ۱۹۹۱ ز کال کې له لومړنيو ديموکراتيکو ټاکنو راهيسې د هېواد البانيايي وګړو په هېواد کې د پام وړ سياسي ونډې د لوبولو په موخه ټولې بنسټيزې او سياسي موکې کارولې دي. په هېواد کې بېلابېلې البانيايي سياسي ډلې وې، چې کړو وړو او فصاحت او بلاغت (لکه د مقدونيې د سياسي ډلې يا بلاک د ګوندونو په حالت کې) يې په دې پورې تړلی و، چې ايا دوی په اداره کېدونکي يووالي کې وو او که نه. د دې سياسي بې ثباتيو سره سره البانيايي ډلې يا ګوندونه له کمونيست څخه مخکې ټولو مقدونيايي حکومتونو کې د يووالي د ملګرو په توګه شامل وو. [۷]
د البانيايي سياستپوه اربر ايکسافري (Arber Xhaferi) په اند مقدونيه کې د البانيانو پر وړاندې منظم يا سيستماتيک توپير چلند و. د البانيا بېرغ په عمومي يا دولتي نندارو کې بند شو. البانيايي ژبه په ځينو ښوونځيو کې تدريس کېدله، مګر د رسمي ليکنيزو اړيکو لپاره نه شوه کارېدلی. د دولت د متحده ايالتونو څانګې راپور ورکړ، چې د البانيانو پر وړاندې د توپيري چلند يا تبعيض راتلونکې بڼې په پرله پسې ډول مقدونيه کې وې: البانيايي ژبې، رسنيو او زده کړو ته لږ يا ټاکلی لاسرسی، په دولتي دندو کې لږه استازولي، په فوځي ليکو کې کمزورې استازولي، د فوځ په لوړ پوړو ليکو کې کمزورې استازولي، د مقدونيه زياتو اوږد مهاله البانيايي توکم اوسېدونکو ته د تابعيت نه پاملرنه او همدارنګه د تابعيت غوښتنو بهير کې توپيري چلند او د رايې کارونې د نامناسبو سيمو رامنځته کول، چې د دوی د رايې کارونې ځواک کمزوری کوي. د دې او نورو زياتو دلايلو له امله په هېواد کې شته البانيانو د پراخه سياسي حقونو غوښتل پيل کړل. يادو غوښتنو د هېواد د دويم په نوم يا افتخاري ملت په توګه د البانيايانو د اعلانولو په موخه په اساسي قانون کې بدلونونه، البانيايي د دويمې رسمي ژبې په توګه په رسميت پېژندل او په “Tetovo” کې د الباني ژبې پوهنتون لپاره د دولتي ملاتړ برابرول راونغاړل. البانيايانو د ۱۹۹۴ ز کال په جون میاشت کي په رسمي سرشمېره کې د ثبت شوې ۲۲،۹ سلنې خلاف، د هېواد د وګړو د ٪۳۰ او ان ۴۰٪ د څرګندولو ادعا وکړه. [۸][۹][۱۰]
په ۱۹۹۴ ز کال مقدونيه کې ځينو البانيايي سياستپوهانو د يو څه پراخه ډله ييزو سياسي حقونو ساتندويي وکړه. په ۱۹۹۴ ز کال کې د دې غوښتنو يو څرګند ډول د مقدونيه په لويديځه برخه کې د “Ilirida” په نوم د يو خپلواک جمهوريت اعلانول وو. د ټينګار نورې مسئلې په ۱۹۹۵ ز کال “Tetovo” [سيمه] کې د البانيايي ژبې پوهنتون د رامنځته کولو هڅې (چې د مقدونيايي چارواکو له لورې ناقانونه اعلان شو) او همدرانګه په ۱۹۹۷ ز کال د اساسي قانون خلاف په “Gostivar” او “Tetovo” سیمو کې د ښاري غونډو مخې ته د البانيايي بېرغ کېدل وې. مقدونيايانو دا دواړه پېښې په هېواد کې د البانيايانو د برابر يا «موازي واکونو» د رامنځته کېدنې پر لور ګامونه وګڼل.[۱۱]
مقدونيه او د کوسوو کړکېچ
[سمول]په ۱۹۹۹ ز کال په کوسوو کې د شخړې پر مهال مقدونيه د کوسوو هغو زرګونو البانيايي کډوالو ته خپلې پولې پرانيستې، چې دې هېواد ته راتښتېدل. د می پر ۱۷ مه کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي مامور له لورې د خپرو شويو معلوماتو له مخې مقدونيه کې د کوسوو ۲۲۹۳۰۰ تنه البانيايي کډوال وو. په دې پړاو کې البانيايي کډوال د هېواد د نفوس له ٪۱۱ څخه زيات وو. کډوالو لپاره د متحده ايالتونو له مخې د کوسوو نږدې ۳۶۰۰۰۰ تنه البانيايي کډوال د ۱۹۹۹ ز کال په دويمه نيمايي کې بېرته خپل هېواد ته ستانه شول. [۱۲][۱۳]
د کډوالو د ترلاسه کولو برخه کې د مقدونيه وړتيا ځکه ټاکلې يا محدوده وه، چې د اټکلي پېښې پلان يوازې ۲۰۰۰۰ کډوال وانګېرل. له ټولو ستونزو سره سره مقدونيه د جګړې تر پای ته رسېدلو پورې د نړيوالو معيارونو له مخې کډوال ومنل.
سرچينې
[سمول]- ↑ "Macedonia's 'Liberation' Army". Zurich: World Press Review. 20 June 2001. نه اخيستل شوی 18 April 2012.
- ↑ "Success in the Balkans? A Case Study of Ethnic Relations in the Republic of Macedonia" by Robert W. Mickey and A. S. Albion. Minorities: The New Europe's Old Issue. Institute for East West Studies. New York (1993) p. 58
- ↑ "The Macedonian Question: Reform or Rebellion" Archived 3 September 2011 at the Wayback Machine.. International Crisis Group (ICG). 2001
- ↑ "The Macedonian Question: Reform or Rebellion" Archived 3 September 2011 at the Wayback Machine.. International Crisis Group (ICG). 2001
- ↑ "Timeline: Macedonia". BBC News. 24 January 2012. نه اخيستل شوی 29 September 2012.
1996 – Sporadic ethnic Albanian protests over curbs on Tetovo's Albanian-language university. 1997 – Constitutional court forbids use of Albanian flag, sparking protests. Parliament adopts law on restricted use of the Albanian flag.
- ↑ "The Kosovo Conflict and Macedonia" by Prof. Dr. Vladimir Ortakovski. Rethinking Identities: State, Nation, Culture. Harriman Institute, Columbia University. New York. 1999
- ↑ "Between Preventive Diplomacy and Conflict Resolution: The Macedonian Perspective on the Kosovo Crisis" Archived 2011-02-18 at the Wayback Machine. by Prof. Biljana Cvetkovska. International Studies Association 40th Annual Convention. Washington, D.C. 1999
- ↑ "Macedonia: Local Albanian Leader Complains of Discrimination".
- ↑ "Refworld | Chronology for Albanians in Macedonia".
- ↑ "Macedonia: Country Background and Recent Conflict" Archived 25 March 2016 at the Wayback Machine. by Julie Kim. United States Congressional Research Service (CRS). Washington, D.C. 2002
- ↑ "The Kosovo Conflict and Macedonia" by Prof. Dr. Vladimir Ortakovski. Rethinking Identities: State, Nation, Culture. Harriman Institute, Columbia University. New York. 1999
- ↑ "U.S. Committee for Refugees World Refugee Survey 2001 – Macedonia". United States Committee for Refugees and Immigrants. 2001
- ↑ "MACEDONIA: TOWARDS DESTABILISATION? The Kosovo crisis takes its toll on Macedonia". International Crisis Group (ICG). 2001